IQNA

امریکا او اسرائیل څنګه په ایران کې ګډوډي او بلوا پلان  او خوره کړه؟ (مقاله)

13:55 - January 12, 2026
د خبر لمبر: 3492302

یکنانیوز د پارس ټوډې فارسی څانګې له قوله  راپور راکړ، په وروستیو  شپو ورځو کې،پر استکبار او استعمار پورې تړلو وسلوالو او بلواګرو په ایران کې په  ناامنۍ او ګډوډۍ   لاس پورې کړ. دغو بلواګانو،  سره له د ې  چې په عامه او شخصي دواړو برخو کې ئې درانه اقتصادي تاوانونه اړولي، د یو شمېر بې‌ګناه خلکو او همدارنګه د پولیسو د ځینو مامورانو  د شهیدیدا لامل هم شوي دي.

مهمه خبره دا ده چې په ایران کې د بې‌ثباتۍ رامینځته کول او یا د  بلواؤ پلانونه، د امریکا او اسرائیلو مشترکه دسیسه  ده. د بلواګرو چلند او د ورانکارئ روده، لکه پر حکومتي، شخصي او مذهبي ځایونو بریدونه، دا ښئي چې ترسره کېدونکي کړنې د نیواکي سیمو  د صهیونیسټي رژیم او امریکا د فکري کوټو د پلانونو نتیجه ده. د  بلواګانو پلانونه د امریکا او اسرائیلو له هغې دښمنۍ سرچینه اخلي چې د ایران له ولس  او  اسلامي نظام سره ئې لري.

ډاکټرمسعود پزشکیان په دې اړه وویل:امریکا او صهیونیستي رژیم چې په ۱۲ ورځني جنګ کې  ئې زمونږ خلک، ځوانان ،ښځې او ماشومان شهیدان کړل، اوس هم ددغو  اورپکو او ورانکارو کسانو لارښوونه کوي چې دا کارونه وکړئ، مونږ درسره یو؛ تاسو لاړ شئ وران کړئ، مونږ به مو تر شا ولاړ وو.

بل مهم ټکی دا دی چې د بلواګرو د چلند او ورانکئ ډول، په تیره بیا  د بېلابېلو وسلو درلودل او په قصدي ډول پر خلکو ډزې کول، چې د وژنو د پروژې په چوکاټ کې ترسره کېږي، دا څرګندوي چې ترهګریزې او بلواګرې کړنې د امریکا او وحشي صهیونیسټي رژیم تر ملاتړ لاندې عناصرو له خوا ترسره کېږي. دا موضوع د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په څرګندونو کې هم په ټینګار سره یاده شوې ده.

پزشکیان وویل:امریکا او صهیونیسټي رژیم یو شمېر کسان  په  داخل او بهر کې  روزلي، له بهره ئې ترهګر هېواد ته را داخل کړي دي څو جوماتونه، بازارونه او عامه ځایونه وسوځوي. ځینې ئې په وسلو ووژل، ځینې ئې وسوځول او له ځینو ئې سرونه غوڅ کړل. په رښتیا دا جنایتونه زمونږ د خلکو کار نه دی؛ دا خلک نه دي د ا د انسان په جامو کې وحشیان دي.

دریم مهم ټکی، چې د ولسمشر په خبرو کې هم ورته اشاره شوې، دا دی چې په ایران کې وروستي ګډوډي او بلواوې د صهیونیسټي رژیم او امریکا له خوا د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د ۱۲ ورځنۍ جنګ  دوام دی. صهیونیسټي رژیم د امریکا په ملاتړ په دغه ۱۲ ورځني جنګ کې دوه اصلي هدفونه لرل: یو  د ایران د ټاټوبی ویشل او  دوهم  د ایران د سیاسي نظام ړنګول.

دا دواړه هدفونه ئې په ۱۲ ورځنۍ جګړې کې ترلاسه نه کړئ شول. واشنګټن او تل‌ابیب، چې د دې ناکامۍ یو اصلي لامل ئې ملي یووالی باله، په وروستیو میاشتو کې ئې په ایران کې د بلواؤ ، ناامنۍ او  اړئ ګړئ رامنځته کول د خپلې ایجنډا برخه وګرځوله؛ تر دې چې حتی د ټرمپ د  ولسمشرۍ د لومړي پړاؤ  د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیؤ، ، هم په دې موضوع   اعتراف کړی و. پمپیو په یوه ټویټ کې ولیکل؛ د موساد عوامل د ایران په بلواؤ کې  شتون لري. د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر وویل؛دښمن په ۱۲ ورځنۍ جګړې کې اراده درلوده چې زمونږ هېواد په بلواؤ کې ښکېل کړي، خو ناکام شو، ځکه چې خلکو اجازت ورنه کړ . اوس هم د خپلو راتلونکو اقداماتو په پړاؤ کې غواړي د اقتصادي مسئلو او هغو اصلاحاتو په پلمه چې د خلکو په ګټه روان دي، په هېواد کې ناارامي رامنځته کړي.

څلورم مهم ټکی دا دی چې امریکا او اسرائیل هڅه کوي د آشوب او اغتشاش له لارې د ایران د خلکو ملي یووالی له مینځه یوسي. په اصل کې، په ایران کې د بلواؤ له مهمو موخو څخه یوه داده چې د ایران د خلکو یووالی او یوزړتوب د ملي حاکمیّت د دفاع په برخې کې کمزوری شي او د امریکا او صهیونیسټي رژیم د نوې حملې لپاره زمینه برابره شي.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دغه راز د ایران  ولس ته په خطاب کې وویل:له خپلو قدرمنو خلکو غواړو چې د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې هوښیار واوسي. له هغوی غواړو چې د دې بلواګرو او ترهګرو په دوکه  ونه غولېږي. دا هېواد زمونږ دی؛ دوي د دې خاورې عزت او سرلوړي نه غواړي.

په همدې لړ کې د ایران درست ولس نن په درست هیواد کې میلیوني لاریونونه وکړل او له بلواګرو او ترهه ګرو ئې خپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړ او له خپل ګران وطن او اسلامی نظامه ئې خپل ملاتړ یو ځل بیا درستې دنیا ته وروښود.

https://parstoday.ir/fa/world-i33918

captcha